سپین ږیري نه یو بېلتانهٔ مو ږیري سپینې کړی

سپین ږیري نه یو بېلتانهٔ مو ږیري سپینې کړی

لیکنه:  محمد الله هیم

اویا کاله پخوا د پکتیا اریوب, حسن خېلو کې حکیم جان زو شو چې وروسته فریادي شو. له تنکۍ ځوانۍ شعر لیکي، دا دی نیمه پېړۍ یې شعر ولیکهٔ. د اریوب د حسن خېلو سیمه لکه شعر چې مجسم وي داسې ښکلې سیمه ده. لهٔ حکیم جان مخکې هم هلته شاعران تېر شوي، او وروسته هم، ماته مې ملګري ویل: « دې کلي کې داسې د شعر خټه ګډه وه، ډېرو خلکو یو بل ته عادي خبرې هم منظومې کولې. » خو فریادي صاحب هلته د شعر داسې کر وکړ، چې بیا بهٔ هغه ځمکه پهٔ ډېره خوارۍ بل فریادي مومي. ډېر پهٔ ګرانه بهٔ پښتنو کې، د مینې پهٔ بازار کې، بل داسې تاواني پیدا شي:

زهٔ حکیم جان د یوهٔ ښکلي پهٔ سر
د هغهٔ کلي بدرنګ ټول اخلم

همدې سوداوو، خو (جوارګر) مشهور کړ. یوازې شاعر نه، سندرمار هم شو، نارې یې وهلې چې:

آشنا لهٔ مانه دی ګټلی، مال و سر
زهٔ یم د مینې جوارګر
زهٔ یم د مینې جوارګر…

ددهٔ دا بیت چې:

دوې سترګې د چا بهٔ دې ټول کلي ته غلام کړي
بس دی حکیم جانه، خو سپیتوب لهٔ دې نه ډېر ښهٔ دی

زهٔ فریادي صاحب پهٔ شعر کې هم د وولسي شاعرۍ ننداره کوم او هم د معاصرې شاعرۍ څرکونه وینم. د هغهٔ شعر کې بهٔ د شعر ډېر صنعتونه وګورئ چې څومره نوي وړاندې کیږي، دې بیت کې یې د شعر « تجنیس» صنعت وګورئ چې یو اوربل د (زلفو) او بل اور بل د (اور د لګېدو) مانا وباسي:

ما سوځوي، تهٔ یې پهٔ سیوري کې یې
ماته اور بل، تاته اوربل ښکاري

فریادي صاحب چې قلم راواخیست، پکتیا کې د شعر او ادب د یوهٔ نوي موسم رېښې وشوې، او چې زمزمې ته یې غاړه تازه کړه، پهٔ تورو کلکلو غرونو کې یې پستې نغمې ننه ایستې، زړونه یې وموسول، دا نغمې یې د خپل زړهٔ د اسویلیو پهٔ زور پهٔ پښتون مالت وشیندلې. چې تر ننه هېرې نهٔ دي لکه دا:

ښهٔ کوې، ډېر ښهٔ کوې
ښکلیه چې هرڅهٔ کوې
پس لهٔ مر..ګه مه راځه
تهٔ چې پهٔ ژوندون زما د خوار پوښتنه نه کوې
ښهٔ کوې، ډېر ښهٔ کوې…

یا دا چې:

ظـ.لمونه مه کوه وبال دی
خیر دی کهٔ نن دې د خیالي ځوانۍ کمال دی
دونیا کې یو خدای پهٔ یو حال دی

دې جوارګر بهٔ ویل:

خوند او مزه د هغهٔ کلي نهٔ وي
لارو کوڅو کې یې چې ښکلي نهٔ وي

بیا یې دا نارې کړې:

مین دې کړمه اوس لهٔ ما سره پښتو وکړه
لېونی کېږم راته غم د زولنو وکړه

د ښکلو یارۍ بیا دې ته مجبور کړ چې ووایي:

ډېر کبرجن دي… ښکلي، ښکلي
دایې عادت دی، ځوروي پهٔ زړهٔ ویشتلي
ځم کډه کړم لهٔ کلي… قسم دی

او:

زېری مې درباندې یار دې رنځور دی
لهٔ ګلو زېړ رنګ ګرځوینه
مـ.ړ بهٔ شینه

ددهٔ کورنۍ پخوا هم شاعري پاللې وه، نیکهٔ یې شعر لیکلو، خو شعرونه یې پاتې نهٔ دي. اوس چې پکتیا کې اریوب، پهٔ اریوب کې حسن خېل یوازې د شعر نه، بلکې د موسیقۍ د ډېرو لویو نومونو ځاله ده. ددې ځالي ډکي، فریادي صاحب ایښي. درمل صاحب یې خپل «استاد» بولي او جاوید امیرخېل وايي: « ما چې فریادي واورېد؛ سندره مې وپېژنده. »

(لغات) شاعري د دوو یا څو شاعرانو ترمنځ پهٔ في البدیهه بڼه کیږي، یو سروکی لري. هر شاعر نوبت لري، منظوم ګوزارونه بهٔ کوي، لهٔ موسیقۍ سره ویل کیږي، کهٔ لږه یې نوره هم ساده کړو ( سیالي) وي. خو سروکی شریک وي، هر شاعر چې نوبت تېروي اخر کې همغه سروکی اچوي. لغات ځکه ګران دي چې، پهٔ روانه کې د شعر جوړول دي، چې د چوکاټ او وزن لهٔ لحاظه هم باید ستونزه ونه لري، او د موسیقۍ لهٔ سر و تا سره هم برابر وي، او د مخالف شاعر د خبرې ځواب هم وي. د فریادي صاحب پهٔ دې في البدیهه شاعرۍ کې ډېر لوی لاس دی. دی یې بنسټګر نه دی، خو پخوا دا شاعري د یو بل سپکاوی و، بربنډه وه، چې فریادي صاحب لباس ور واغوست، لهٔ سپکو، بې مانا او پوچو خبرو یې راوویسته، کهٔ تاسې د فریادي صاحب لغات واورئ، زیاتره وخت لهٔ خپل سیال سره پهٔ یوه علمي موضوع بحث وي.

ما یې ډېر جالب لغات محفل اورېدلی. د فریادي صاحب سیال دهٔ ته پوچې خبرې کوي، او خلک یې ډېر تشویقوي، چې لا بربنډ وغږیږي، باټې ورکوي. د فریادي صاحب چې پام شو، ددې پرځای چې خپل سیال ته ځواب ورکړي پهٔ خلکو یې خولهٔ راوړله، همداسې روان یې ورته ویل:

ما و تا بهٔ سره و.ژن.ني ددې خلکو داسې کار دی
پټه کیسه نه دی، ټول غم پهٔ خبردار دی
نوره مجلس نه غواړي، لغاتو سره یې کار دی
هر سړي چاپېره بستره ځان نه خروار دی
زموږه خو ساړه کیږي دوی هر یو ناست بېګار دی
پاتې زما وروره د سبا پهٔ انتظار دی
هر سړی بې عقل نه دی، نن سبا وښیار دی…

لهٔ دې وروسته یې سیال پوی شو. کېناست او ماتې یې ومنله.

د فریادي صاحب شعر پر وطن ډېر زړهٔ سواند، او زړهٔ خوږی دی. د وطن هرې ژړا یې، پهٔ زړهٔ تڼاکې خیږولي او دا تڼاکې یې بیا پهٔ شعر کې چاودلي. پخوا چې وطن کندې، کنډوالی شو. د وطن د ناوې سینګار خراب شو، دهٔ مهاجرت کې عجیبه سندره ولیکله، بیا یې پهٔ خپل غږ لهٔ جلا سوزه ډکه ویلې وه چې:

د زړهٔ ټوټې مې ورته یوسئ د چارګل لهٔ پاره
خو د وطن ناوې سینګار کړئ
د سترګو تور مې ورته یوسئ د کجل لهٔ پاره
خو د وطن ناوې سینګار کړئ

او:

زهٔ پهٔ خندا، خندا تیار یم د اجل لهٔ پاره
خو د وطن ناوې سینګار کړئ

یا دا:

کشمیر، کشمیر دی، لندن، لندن دی
دواړه ترې ځار شه، وطن، وطن دی

د فریادي صاحب نږدې ملګرو ته مالومه ده چې ددهٔ د ژوند لوړې؛ ډېرې لوړې او ژورې ډېرې ژورې دي، چې څهٔ پرې تېر شوي، شعر کړي یې دي، هسې خو نه وايي:

د آشنا تورو سترګو تور کړم، کلی مې شړي
جوړ بهٔ د غرهٔ لمن کې کور کړم، کلی مې شړي

یا:

منکر دې نه یم لهٔ یارۍ نه
کلي نه کډې باروم لهٔ مجبورې نه
پاتې شوې جانانه، زما

دا ګیله یې هم کړې وه چې:

لهٔ کلي ځم کډه مې بار دی
اوس مې آشنا نه دی، اغیار دی

شعر نوم هم ورکړ. خو داسې نوم چې پهٔ هر مجلس کې (نیکنام) نه و. چا ورسره یارۍ ته زړهٔ ښهٔ کړی، وګورئ د مینې جوارګر څهٔ ورته وايي:

ما پورې مه لګېږه تور بهٔ شې
د ټولو خلکو د پېغور بهٔ شې
بیا بهٔ دې خلکو ته بدرنګ ښکارېږې
زما یقین دی سوی سکور بهٔ شې
رانجهٔ د مینې چې پهٔ سترګو کړې تهٔ
بیا بهٔ څوک نه وینې، شبکور بهٔ شې
د حیکم جان غوندې بهٔ وسوځیږې
سوې ټکاله، د تنور بهٔ شې

دی پهٔ خړه پړه جونګړه کې اوسي. د تېرې روژې شلم و، راته ویل یې: « څوک راغلي وو، زما لهٔ زمنو یې زما پوښتنه کړې وه. بیا یې ورته ویلي وو، پهٔ پلار پسې خو مو هغه شعر رښتیا شو:

نه پهٔ ښکلو کې اوسیږو، نهٔ پهٔ لوړو کې اوسیږو
موږه خوار غوندې مین یو، پهٔ جونګړو کې اوسیږو

فریادي صاحب خندل ویل یې: هغه څهٔ چې نه غواړې، پهٔ شعر کې یې هم باید ونه وایې، زه د جونګړو او خړو کوڅو د اوسېدو ارمانجن وم. »

ماته دا خبره همغه شېبه فکر ته راولوېده چې: « فریادي صاحب د دروغجنو او مصنوعي احساساتو شاعر نه دی. »

دی پهٔ حقیقت مین دی، دا تېر ماښام هنر من آمین الفت راته ویل: « فریادي صاحب سره مې لسګونه کاله ملګرتیا وکړه، تراوسه یې پهٔ ټوکه هم دروغ نهٔ دي ویلي. هغه د ټولنې لهٔ هر قشره ځکه خپه دی چې ولې یوازې خبرې کوي، او عمل یې نشته. »

دهٔ نیمه پېړۍ شاعري کړې. « سندرې، سروکي، غزل، نظمونه، چاربیتي، ټپیزې، ټپې… » لنډه دا چې د شعر هر قالب کې ځای شوی. دا ټپې دهٔ لیکلې وې چې:

جانان له مانه زړګی وړی
اوس پرې منکر دی، قسمونه راته کړینه
***
ګرېوان مې اوښکو سمندر دی
د بېلتانهٔ کشتۍ ولاړې پکې دینه

دی یو چاپ اثر هم نهٔ لري، ما کالونه مخکې چې اول ځل فریادي صاحب ولید، کیسې مو وشوې، بیا مې دا دلیل ترې غوښت، ځکه دې سوال حیران کړی وم، ورته ومې وې: د شاعرۍ دې کتاب ولې نه چاپوې؟ دهٔ اول وخندل بیا یې راته ووې: « زهٔ دا خبره ډېره کوم، خلک د الله ج آسماني کتاب نه لولي، عمل نه پرې کوي، نو تهٔ څهٔ وایې د حکیم جان کتاب او خبرو باندې بهٔ عمل وکړي؟ زهٔ خو د خدای پهٔ پرتله دومره وړوکی یم چې ښکارم هم نه. »

زما یو بل ملګري ته یې دا خبره کړې وه: « د پښتنو پهٔ ډېرو حجرو کې مې لیدلي چې کتاب یې د چاینک لاندې ایښی وي، داسې قوم ته کتاب چاپوه…»

د فریادي صاحب هنرونه او کمالونه ډېر دي. دی د کلي ملک پاتې شوی، جالب منطق وايي، د خبرو سړی دی، ډېره مضره حاضر ځوابي کوي، لهٔ تاریخونو خبر دی، د پښتنو روح پېژني، او یو جلا فکر دی. ماته یې څو خبرې چا یادې کړي، د پښتنو پهٔ اړه یې ویلي وو: « پښتانهٔ لهٔ کوره مجنون مني، خو لیلا نه.»

د فکري مخالفت پهٔ اړه یې هم جالبه کړې، ملګري صابر ملنګ راته کیسه کوله چې: « فریادي صاحب راته ویل، تهٔ یوه تیږه راواخله، چاته یې ور وښیه چې دا څهٔ شی دي؟ ټول وايي چې تیږه ده، دوی ټول دې ملګري شول، خو کهٔ چا درته ووې لوټه ده. کمال بهٔ دې هلته کړی وي چې دې سړي سره ملګرتیا وکړې. »

دوه زره پنځلس کال و، ډاکټر درمل صاحب ددهٔ پهٔ اړه ویلي وو: « پهٔ تېرو ورځو کې یې زموږ پر وړاندې یو ځوان زو.ی ومړ. ددهٔ عکس العمل عجیب و، هغسې لکه هیڅ چې نهٔ وي شوي، دهٔ د خپل ځوانیمرګ زوی ټول مراسم داسې وکړل چې پهٔ کار و، نهٔ یې د قومي رواجونو پروا وکړه، او نهٔ د رواجي ملا..یانو. لویه خبره خو دا وه چې ددهٔ زوی پهٔ یوه ترا..فیکي پیښه کې شـ.هـ.ید شو. مقابل اړخ چې د ننواتې لهٔ پاره راغی؛ فریادي صاحب لهٔ جیب څخه یو لیک راوویست او هغوی ته یې ورکړ پهٔ لیک کې لهٔ خپلې خوا هغوی بښلي وو او امضاء کړی یې و. ما پهٔ ژوند کې دومره صابر او مهربان کس نه دی لیدلی»

لهٔ دې ټولو ور هاخوا، ددهٔ حاضر ځوابي هم مشهوره ده. وايي: « فریادي صاحب کومې جرګې ته تللی و. خلک یې نېکې او روغې ته رابلل، خو هغوی نه منله. ډېر یې ستړی کړی و. د هغو خلکو د مشر یې چې خبرې نه وې خوښې شوې نو پهٔ ناخوال یې ورته ویلي وو: ـ فریادي صاحب تهٔ خو د سرو زرو ځنځیر یې. دا تمه مو نه وه درنه.

وايي: فریادي صاحب ورته وخندل بیا یې ورته ووې:
ـ د سرو زرو ځنځیر یم، خو خدای خرو ته پهٔ غاړه کې ور اچولی یم. »

فریادي صاحب سره پهٔ هره حواله، هره خوا ډېرې خبرې وې، پهٔ وخت راونه سپړل شو. بیا دی هم ګمنام شو، ډېر خلک چې د شعر پهٔ اړه د خبرو لهٔ پاره، یا مرکې لهٔ پاره ورشي دی ورته وايي: « یو وخت زما پهٔ زړهٔ کې زور و، کیسې مې غوښتې، شعرونه مې ویل،… خلکو ډم بللم. اوس مې چې د زړهٔ زور اوبهٔ شوی، او ویلو ته څهٔ نهٔ دي پاتې، خلک کور ته راپسې راځي، نوم سره مې صاحب هم ملګری کړي:

ـ فریادي صاحب یوه مرکه بهٔ وکړو. »

یو وخت یو ملګري لهٔ مرکې ورته ووې، نور ډېر ملګري هم وو. دهٔ ورته وویل: « ما وګوره.» فریادي صاحب لهٔ ځانه څادر تاو و. پلترۍ یې وهلې وې، ناست و.

ـ ودې لیدم؟
ـ هو.
ـ زما غوندې قرار بهٔ کېنې…

ددهٔ لهٔ شعرونو انتخاب سخت دی. زړونه مو پر دې څو منظرونو ګرځوم:

څهٔ چې پاځهٔ شي؛ خوندور شي اوج ته ورسیږي
پخې چې سترګې د انسان شي بیا مزه نهٔ کوي
***
انتظار راباندې مه کړه در قربان شم
یو نیم کس پهٔ بیمارانو کې عاجل وي
***
مات مې دی زړګی، خلکو ما پهٔ کاڼو مه ولئ
زهٔ یم لېونی، خلکو ما پهٔ کاڼو مه ولئ
***
فریادي ګټه حیادار نهٔ شي کړی
ګټه هم سترګې بې حیا غواړي
***
زړهٔ مې غواړي چې سیالي درسره وکړم
چې دا غلی، غلی کېږم غریبي ده
***
دا څهٔ ژوند دی چې تیریږي حکیم جانه
لکه خوار مړی بې ګوره، بې کفنه
***
نهٔ تشویشونه دي پهٔ کار او نهٔ ډېر غم پهٔ کار دی
وخت بهٔ پهٔ صبر تېروو زړګیه زغم پهٔ کار دی
***
زهٔ هیڅ لهٔ ځانه خبر نه شوم، دوران داسې تېر شو
لکه یو پړک زما د عمر کاروان داسې تېر شو
**
د ازل پهٔ ورځ چې برخې وېشېدلې
بخته چیرې وې څهٔ چارې دې کولې
چې یې دا غمجنه برخه درکوله
نو تا ولې کوکې چیغې نه وهلې
ورته ویلي بهٔ دې و چې زما ربه
زهٔ غریب یم ماته برخه راکه ښکلې
دا ویدهٔ وې، کهٔ نشه وې، لږ مې پوی که
چې دا دومره ډېرې سختې دې منلې
دا پهٔ غم ککړه برخه خو تا راوړه
اوس دې شاته حکیم جان ته ده تړلې
***
خوښ مې یې ارمانه، خو بې وسه یم
نه یې پښېمانه، خو بې وسه یم
تار، تار یې تڼۍ درباندې نهٔ ښکاري
ګورم دې ګرېوانه خو بې وسه یم
***
ستا د حسن جل وهلي مرغان راشي
د زړهٔ ډنډ کې مې همیش وهي مښوکې
***
ستا بهٔ د غرور مرغهٔ وزر مات شي
پوی بهٔ شې چې کاڼی دې پهٔ سر مات شي
ستا چارګل نه بل چارګل چې ښهٔ جوړ کړي
لاس دې پهٔ څنګل کې د زرګر مات شي
ما ویل لاڼه بهٔ مې لوګی کړمه
چرته کهٔ د ښکلو پرې نظر مات شي
اې د حکیم جان زړګیه وار وکړه
څو پورې چې زور د زورور مات شي
***
د منطق پهٔ نري تار مې مرۍ پرې که
پهٔ چـ.ړو حلا.لول خو د حیوان وي
***
ما وې چې څنګه دې محل واخیستهٔ
غلي یې ووې چې ایمان مې خرڅ کړو
***
راشه پهٔ مزار مې شمې بلې که
نن مې پهٔ یادونو اوښکې تلې که
هرڅوک د اختر نوی سینګار کوي
مانه هم زړې جنډې بدلې که
تا ویل مزار ته بهٔ دې تل درځم
اوس هغه وعدې دې مکملې که
زهٔ حکیم جان تاته انتظار کوم
ولې نه راځې، خدای دې پښې شلې که
***
ظا..لمانو څهٔ نخرې ورسره وکړې
پهٔ خولهٔ وايي، دا وطن زمونږه مور ده
***
پهٔ دونیا کې پوره کیږي ارمان چرته
هر انسان ته پاتې کیږي دوران چرته
چې پهٔ خاورو نې موړ نهٔ شي، حکیم جانه
بې لهٔ خاورو نه مړیږي انسان چرته
***
زهٔ ستا د عشق پهٔ رنځ رنځور یم بې علاجه پروت یم
لکه دو..ښمن وژ..لی مړی بې رواجه پروت یم
***
چې سرهٔ ګلونه مې ونه غواړي؛ زهٔ نه ځم هلته
چې د چا زړونه مې ونه غواړي؛ زهٔ نه ځم هلته
زهٔ حکیم جان څهٔ خوار مـ.لا د ذکاتونو نه یم
چې جوماتونه مې ونه غواړي؛ زهٔ نه ځم هلته
***
یو د افغان زړهٔ یم، دوه ټوټې یم اوس
وخته پېښور دې کړم، کابل دې کړم
***
چې لهٔ کور بهٔ مې تر ګوره، څومره شپې وي
پهٔ دونیا کې بهٔ مې نوره، څومره شپې وي
څومره شپو کې بهٔ رباب د وصال سور وي
بېلتانهٔ کې بهٔ بې سوره، څومره شپې وي
***
نهٔ درد لرې، نهٔ لهٔ دردو خبر یې
نه حکیم جان د خولې غزل پېژنې
***
څوک د مکارو پهٔ کاذبو اوښکو
ځینې د مستو پهٔ خندا دوکه شي
***
ویښتهٔ چا دی پهٔ ړندو سترګو لیدلی؟
حقیقت تر ویښتهٔ څو ځله باریک دی
***
چې خبرې څوک پهٔ تول تللی نهٔ شي
خساره ده، خساره چې غلی نهٔ شي
***
څومره ډېر دی ښهٔ او بد اثر د ژبې
شات او زهر دواړه دي پهٔ سر د ژبې
***
مالومه نه ده چې زما څومره دي، ستا څومره دي
دا بهٔ سبا ته مالومیږي، چې د چا څومره دي
لهٔ هرې خولې نه راوریږي د خبرو باران
مهمه داده چې خبرو کې رښتیا څومره دي
***
زړګیه څنګه اوس جونګړې قبلوې او که نه؟
چې پهٔ محل کې اوسېدل شول د ایمان پهٔ قیمت
***
پهٔ تختونو بهٔ چې ناست و حکیم جانه
اوس پهٔ خاورو کې پراتهٔ دي لکه خاورې
***
اخري یې دا چې:

دا نن چې نه پوهیږي، پهٔ خیرن نظر یې ګوري
سبا بهٔ فریادي ګڼي بابا د محبت

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *