اوکراین ادعا کړې چې د روسیې یوه جیټ الوتکه یې راغورځولې.

د اوکراین پوځ ادعا کړې چې دوی په لومړي ځل د روسیې یوه جنګي جېټ الوتکه (Su-30SM) راغورځولې.
دا په نړۍ کې د سمندري ډرون په وسیله د جنګي جېټ د نسکورېدو لومړنۍ پېښه بلل شوې ده.
د رویټرز په راپور ویل شوي چې دا پېښه تېره ورځ تور سمندرګي کې شوې او د اوکراین یوې استخباراتي ډلې دا روسۍ جنګي جېټ راغورځولې ده.
بلخوا روسیې تر اوسه په رسمي توګه د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د روسیې دفاع وزارت ځینو سرچینو د اوکراین لخوا د دوی د جنګي جېټ د نسکورېدو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د الوتکې دواړه پیلوټان ژوندي دي او د ملکي کښتۍ لخوا ژغورل شوي دي.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ټرمپ ادارې او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو پر سر خبرې روانې دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې پر پایته‌رسولو ټینګار کړی دی.
***

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *