د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې، برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی دی.
د یاد پروګرام له مخې؛ د «پناهگاه» په نوم یو نادولتي سازمان چې د برازیل دولت لهخوا د دغه پروګرام مسوول ټاکل شوی، سږ کال به د ۵۰۰ کډوالو د مېشتولو او ملاتړ مسوولیت پر غاړه ولري.
دوه نورې ادارې، «استو رفوجیادو انسټیټیوټ» او «د ځورېدلو کلیساوو د ملاتړ ماموریت» به هم په ترتیب سره د ۲۲۴ او ۲۰۰ نورو پناه غوښتونکو کوربهتوب وکړي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان یې ملاتړ کړی.
د یاد پروګرام له لارې تېره اونۍ څلور افغانې کورنۍ برازیل ته ورسېدې.
***
برازیل له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه له ۱۳ زرو ډېرې بشرپاله ویزې افغان وګړو ته ورکړې دي.