د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګیټس د بیل او ملینډا ګيټس بنسټ د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې، “تر ۲۰۴۵ کاله پورې به د خپل بنسټ له لارې ۲۰۰ میلیارده ډالره مرسته وکړي او بیا به یې وتړي”
نوموړي پر ایلان ماسک هم نیوکه کړې چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی د امریکا بهرنۍ مرستو بودجې د سختو کمښتونو له امله د نړۍ تر ټولو بې وزله ماشومان وژني.
د بیل ګيټس بنسټ تر دې مهاله د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو پرضد له نړیوالو صندقونو سره ۱۰۰ میلیارد ډالره مرسته کړې، خو دا ځل د نړیوال فقر په راکمولو کې هم ونډه اخلي.
***