جوبایډن په پروستات سرطان اخته شوی

د امریکا پخوانی ولسمشر جوبايډن د پروستات پر سرطان اخته او هډوکو ته یې خپور شوی.
د رویټرز راپور له مخې، جوبایډن او کورنۍ یې له ډاکټرانو سره د درملنې پر لارو چارو غور کوي.
راپور کې راغلي، نوموړي دوه ورځې وړاندې وړاندې وروسته له هغه معاینات وکړل چې د تشو متیازو کې سیستم کې یې د سرطان ځینې نښې څرګندې شوې.
د هغه زوی Beau Biden هم په ۲۰۱۵ کې د سرطان له امله مړ شوی و.
پروستات سرطان د نارینه‌وو یو عام سرطان دی چې د پروستات په نوم غدې کې پیدا کېږي چې د مثانې لاندې پرته ده او د سپرم د تغذیې لپاره مایع تولیدوي.
د دغه سرطان له امله ناروغ ته د تشو متیازو زیاتوالي ستونزه راولاړیږي، مني کې وینه وي،د شا، مثانې او پښو درد هم ورسره وي، او د پښو بې بې حسي رامنځته کوي.
***

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز خبریال دی، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه بېلابېل راپورونه چمتو کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *