دا بهٔ لا څوک وو چې زما یې تماشه ونکړه!!

لیکنه:  محمد الله همیم

زمزمه نیازۍ پهٔ ۱۹۹۶ز کې د لغمان الینګار د نیازیو پهٔ کلي کې زېږېدلې. پنځهٔ کاله ماشومتوب یې کلي کې تېر کړی. لږ چې را غټکۍ شوه. کابل ته یې کډه لاړه. هغه ورځ د زمزمې پهٔ ښوونځي کې لومړۍ ورځ وه. ماشومه وه، پهٔ وړه ژبه غږېده، مور یې ورته ویلي وو:

ـ ایتا نوم چې ده؟
ـ زمزمه.
ـ دا نوم مې ولې درباندې ایښی؟
ـ خدا. ولې؟

د زمزمې مور د ولې؟ ځواب نهٔ وایهٔ. وختونه تېرېدل، ورځې و شپې اوښتې. زمزمه ښوونځي کې وه. د مور خواریو درسونو ته مجبوروله. دې بهٔ همغه وخت راډیو اورېده، ادبي خپرونې یې خوښېدې. شاید پهٔ شعرونو بهٔ نه پوهېده خو اغیز یې پرې کړی و ویل یې:

« استاد بهٔ ځینې نومونه پهٔ تخته ولیکل. ټولګي ته بهٔ یې وویل: جملو کې یې وکاروئ. ټولو بهٔ څو ـ څو جملې ولیکلې. ما بهٔ غوښتل شعر کې یې راوړم. کله بهٔ پکې کامیابه شوم، ټولو بهٔ تشویقولم! »

ورو، ورو د زمزمې پهٔ زړهٔ کې شعر لکه ګلاب غوړېدلو. هغه شاعره شوه. د مېرمنو ادبي بهیر ته تله، لا ښوونځي کې وه. د شعرونو اوله ټولګه یې چاپ شوه. ( نهٔ بهٔ هغه پهٔ دې لار راشي نهٔ هغه وختونه. ) یې نوم و. د دې کتاب د چاپ پهٔ باره کې یې راته ویل:

« زما یوې ملګرې چې کمپیوټر درلود شعرونه مې ورکړل چې راته ویې لیکي. ما وې چې ساتلي وي. هغې ټوله شپه زما شعرونه لوستي وو پهٔ سبا یې راته ویل: ( دا شعرونه چاپ که. ) بیا مې دا خبره زړهٔ کې اړوله، راړوله… اخر مې کتاب چاپ کړ. »

د هغې کتاب ډېرو نورو ته الهام شو. زړور کار و.

پهٔ یوه پخوانۍ مرکه کې ترې پوښتي:

ـ شعر څهٔ بولئ؟

ـ ماته شعر داسې دی چې د دنیا لهٔ نادودیو پناه ور وړم او پهٔ مرسته یې د ژوند درانهٔ بارونه لهٔ اوږو کوزوم.

ـ کهٔ شعر دې نه لیکلی؟

ـ کهٔ شعر مې نه لیکلی بیا بهٔ لهٔ هغې ښې ملګرتیا بې برخې وم چې د زړهٔ هره کیسه ورته کولی شم. شعر د زړهٔ هغه خبره راسره مني چې ټولنه یې تر ډېره راسره نهٔ مني.

دا یې د پیل د وختونو شاعري ده:

منم پهٔ شور نهٔ کېږي هو منم پهٔ خوند نه کېږي
خو دا دې نه منم چې بې لهٔ تا مې ژوند نهٔ کېږي
دا ځینې خلک فطرتي راباندې ښهٔ نهٔ لګي
دا ځینو خلکو سره هیڅ ډول پیوند نه کېږي
ډېرې ګناوې یې تر غاړې دي د ماتو وعدو
اوس مې باور د غنم رنګ یار پهٔ سوګند نهٔ کېږي
ازار وهلیه تهٔ چې لاړې نو لهٔ هغې ورځې
د زړهٔ پهٔ جـ.ـ..نګ یمه تر منځه مو اور…بند نهٔ کېږي
زمزمې وخت راته یو څهٔ پهٔ زور او زېر زده کړي
چې تل نازونه د خوبونو پهٔ مړوند نهٔ کېږي
***
شپې او ورځې دي بې یاره مجبوري ده
چې دې زغمم انتظاره مجبوري ده
نهٔ دا ستا د خپلولو امکان وینم
نهٔ وتی شم لهٔ دې ښاره مجبوري ده
نور بهٔ صبر وظیفه کړم درنه ځمه
هېرومه دې نګاره مجبوري ده
دې سړي ته لېوني خطاب ونکړئ
پهٔ خندا چې ځي تر داره مجبوري ده
زمزمې هغه د بل زړګي باچا شو
اوس پهٔ یاد یې ګوتې شماره مجبوري ده

هغه وخت د زمزمې د شعرونو تر ټوله ښه اورېدونکې د هغې مور وه. هغې بهٔ چې نوی شعر ولیکهٔ، اول یې مور ته وایهٔ. زمزمې لهٔ دې کیفیته خوند اخیسته. وايي:

« ما بهٔ پهٔ شعر کې هغع خبره کولای شوای ورته. نورو خویندو پهٔ عادي خبرو کې نه شوای کولی. »

زمزمه چې لهٔ ښوونځي فارغه شوه، ۲۰۱۳ز کال و. د ښځو پهٔ راډیو کې خبریاله شوه. پهٔ ۲۰۱۴ز کې یې بي بي سي کې کار شروع کړ. مور یې چې اول وار لهٔ بي بي سي غږ واورېد، خپل هغه راز یې ورته ووایهٔ:

« ما درباندې زمزمه، دا ښکلی نوم ځکه کېښود. زړهٔ راته ویل چې یوه ورځ بهٔ لوی نوم شې. ټول وطن بهٔ دې پیژني. »

د شعر او خبریالۍ پهٔ خوا کې یې حقوق هم ولوستل. هغه د ژوند تریخ تندي ته وموسیده، د ژوند او سندرو طرف یې ونیو. هغې هر چېرې مینه ولیده. د مینې پهٔ لټون پسې یې وزرې ووهلې.

د زمزمې څړیکې د ټولو پښتنو پیغلو پهٔ سینو کې دي. د هغې چیغې پهٔ خاموشه زړونو کې دي، هغه چیغې چې ځینې یې لهٔ خاورو لاندې دي غږ یې نه شته او د ځینو پهٔ زړونو کې دي خو لهٔ پاسه پرې د پښتو بار پروت دی. زمزمې خپلې زمزمه د هنر پهٔ تار پورې وتړلې. لکه ماشوم چې کاغذ پران ته دوه ګوتې کاغذ پهٔ تار ولیږي داسې:

ستا ناځوانیو د خندا کړه د ښایست ملکه
نن یې شلیدلې لوپټې ته لهٔ چا ستنه غوښته
خدایه خبر یې ستا بنده د ژوند تعریف بدل کهٔ
د سر بدل کې یې ګونګۍ ژبه ضامنه غوښته
***
ما مې د خپل وجود ذره ایره هم ونه لیده
کنه وجود کې مې مرګوني لمبه هم شوې ده
خیر زمزمه د خپل وجود خاموشۍ وخوړه خو
تهٔ یې رڼا کړې ستا لپاره ډیوه هم شوې ده

د هنر زرین تار د رباب پهٔ غږ کې نغمه جوړوي. د دې لهٔ څړیکو یې همغسې نغمې سازې کړې. پهٔ خلکو یې ګرانې کړې. هغه د ډېرو زړونو خاموشي ده. هغه خاموشي چې غږیږي:

چې پکې کرکه کرکه ژوند دی مینه نهٔ پیژني
ما داسې ښار کې پیغلتوب او تا ځواني تېره کړه
***
دومره چې دا ستا د راتلو لارې ته زهٔ ګورمه
کاڼو ته کهٔ وګورم اینې بهٔ ترینه جوړې شي
***
لهٔ جـ..نګه مې راستون کړلې پهٔ دې بې ننګه نه یم
سړیه ماشومان دې یتیمان پاتې کېدل
***
چا بهٔ پهٔ کاڼو باندې وویشتم ژوندۍ بهٔ ومه
تا بهٔ پهٔ ګل ویشتلې نه ومه چې مړه بهٔ ومه
***
لویه یوه لویه شان هستي سترګو کې ساتمه
زهٔ چې یو تصویر د لیوني سترګو کې ساتمه
خود بهٔ مې لهٔ سترګو نه غزلو ته الهام اخلې
زهٔ چې دا غزل، غزل ځواني سترګو کې ساتمه

زمزمې بهٔ شاید پهٔ غزل خپلې خبرې ته پرده کوله. د هغې خبره د پښتنو خړو کوڅو ته وتله. د پښتنو پهٔ کوڅو کې اوس هم د حمزه بابا د خبرې رنګ دی ځکه:

حسن چې بې ستره شي بې قدره شي
ځکه پښتنې مخونه پټ ساتي

زمزمه خړو دېوالونو کې وه. هغه دېوالونه چې چولونه یې د دې لهٔ وتلو ویښتو ډک ول. خو د هنر تار ترې ووت. هنر بهٔ ضرور وت. د رڼا لهٔ زاته دی:

« چې د ډیوو تته رڼا هم لهٔ ښیښو نه وځي »

د شاعرۍ د پیل پهٔ وختونو کې یې فارسي ادبیات لوستي وو. پهٔ څو کاله خوارۍ یې د خوشال بابا ټول شعرونه لهٔ داود جنبش سره پهٔ شریکه غږیز کړي. پهٔ نوي عصر کې یې: ( احسان الله درمل، مصطفا سالک، نصیر شهاب) ډېر لوستي. لنډیو کې هم د زړهٔ غږ پیدا کوي. وايي: « ځکه خوند راکوي چې ګومان کوم هره خبره چې چا غوښتې بې لهٔ ویرې یې پکې کړې ده. » دا لنډۍ یې لهٔ نورو ډېرې پهٔ خولهٔ وي:

لهٔ یاره زړهٔ صبرول ګران دي
پهٔ دریابونو کرښې چا را ښکلي دینه
ما درته ویل نه دې منله
ازار وهلیه اوس کوه د غرو مزلونه
جانانه ویښ یې کهٔ ویدهٔ یې
ستا پهٔ کوڅه مې لاس نیولې تیروینه
ستا پهٔ کتو خاورې زر کېږي
ماته دې نه راکتل خاورې ایرې شومه
ځمکې ته ټیټ شه خاورې ښکل که
لایق مې نه یې پاک الله درکړې یمه

لهٔ شاعرۍ یې ځینې ډېرې خوږې خاطرې لرلي. پهٔ زړهٔ کې اوسولي هغه خاطره چې: « کاروان صاحب د سپوږمۍ کړنګ شاعرانه خپرونې کوربه و. دې ورته زنګ کړی و شعرونه یې ورته ویلي وو، بله ورځ یې چې مشاعره کې لیدلې وه، قلم یې ورته ډالۍ کړی و. »

۲۰۲۰ کې جلا وطنه شوه. اوس پهٔ جرمني کې لهٔ یوې رسنۍ سره کار کوي. راته ویل یې: « ما فکر کاوهٔ، دا رنګین ماښامونه، سړکونه، سمندر، رڼاوې… بهٔ شعر ته ډېرې جوړې وي. خو چې راغلم ومې ویل اه! شعر خو وطن کې و. » ښهٔ وايي. شعر د محرومیت غږ دی. شعر یوه تشه غواړي، یو ارمان غواړي، یوه تلوسه… د جلا وطنۍ درد ته یې لیکلي:

دا شاعره چې تهٔ ګورې داسې نه ده
هیڅ موسم یې د زړهٔ حال ور بدل نه کړ
تمام کال یې وه د روح مرغۍ بې ځالې
اندیښنې یې د ویښتو لهٔ سپینو څاڅي
او بې نوره یې دي دوې سترګې ملالې

دا شاعره چې تهٔ ګورې داسې نه ده
انتظار یې د کوچني کور پهٔ کړکۍ کې
نا بللی نا منلی مېلمه ناست دی
کله، کله لهٔ یو بل سره کیسې کړي
که خوښ دی کله غلی خپه ناست دی

اوس د هغې پهٔ وطن کې ژوند دومره مصروف دی چې تېرو خاطرو سره یوه لمحه نهٔ شې غاړې وتی. هلته د رباب تارونه لهٔ ډېرې تادۍ ګډ وډ ځي. د ژړا فرصت هم نشته. یوه خوږه نغمه نه شې حسوی. یوازې « شعر » ورپاتې چې پکې وژاړي، وموسیږي… د طاووس د بڼکې غوندې پکې د خپلې خوښې رنګونه انتخابونه ولټوي.

ناپوهي نه وه خو لږ ډېره خوش باوره ومه
چې پهٔ سلګۍ سلګۍ حالاتو کې سندره ومه
ستا د څپېړو باوجود بهٔ غاړه هسکه وړمه
دې مرحلې ته بهٔ رسیږي ژوند خبره ومه
دا ستا پهٔ خوښه مې د بلې ښار کې پرېښودلې
چې بختوره ده هغه کهٔ بختوره ومه
***
څهٔ د پریوتو ټیټو سترګو پاس ته ودېدمه
وخته ناځوانه څهٔ ناځوانه لاس ته ودرېدمه
***
لهٔ مخې د دنیا بهٔ خاندې پالې بهٔ حالات
یادونه جامې نهٔ دي چې زړې شي وغورځیږي

او

موږ ترینه بیرته راستانهٔ شوو او د غرونو شولو
موږ د شیشو پهٔ ښار کې ډېره ګوزاره ونکړه

زهٔ یې د ښار پهٔ دیوالونو باندې رسم کړمه
دا بهٔ لا څوک وو چې زما یې تماشه ونکړه

پای

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *