د تورخم اوسنی بازار مومندرې ولسوالۍ ته انتقالیږي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی سره د ښار جوړونې رئیس مولوي محمد نبي په مشرۍ تخنیکي پلاوي وکتل، ترڅو د ډکې ښارګوټي د توپوګرافي سروې د پیل په تړاو همغږي وکړي. پلاوي د هدایاتو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار رسنیو دفتر لیکلي چې، تخنیکي ټيم څرګنده کړه چې د ډکې ښارګوټی له وړاندې د یو ستراتیژیک پلان برخه ده او اوسنۍ توپوګرافیکي سروې به د مرکز له اړوندو ادارو سره د معلوماتو شریکولو وروسته د عملي کارونو پیل ته لاره هواره کړي..
‏د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، “د دغې پروژې له مخې به تورخم کې یوازې هغه دولتي ادارې پاتې شي، چې د کرښې چوپړونو لپاره اړینې دي او نورې دولتي ادارې او سوداګریز فعالیتونه به نوي ښارګوټي ته راولېږدول شي.”

د معلوماتو له مخې، د تورخم اوسنی بازار به نوي جوړېدونکي ښارګوټي ته انتقال شي چې دا ښارګوټی به مارکېټونه، استوګنیزې ودانۍ، جومات، مدرسه، کلینیک، پارک او نور اړین ملحقات ولري.
***

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *