د خبرو شاعر
لیکنه: سبیل ساد
هغه لفظونه څومره بختور وي، چې یو میین شاعر ورته د ناویتوب جامې وکړي او هغه ژبه څومره غني وي، چې د علمیت په نعمت سمبال لیکوالان او شاعران یې په خپله ځولۍ کې ګرځوي.
ډاکټر محمدهاشم هاشمي ته خدای ځانګړی ذکاوت او پوهه ورکړې، د همدغه ورکړې په جمال یې ټولنه سینګار کړې.
دا سړی په ټولنه کې په بېلابېلو مسلکونو پېژندل شوی؛ ډاکټر، استاد، شاعر… خو موږ دلته یوازې د ده د شعر په جوهر خبرې کوو.
حس امیزي
دا په ادبیاتو کې یو خوندور بحث دی، دلته شاعر او لیکوال د یو حس دنده په بل حس کوي. یا که ووایو: بوی په غوږونو حس کوي، خوند په سترګو څکي….دا او دې ته ورته نورې خبرې.
موږ که د هاشمي صیب شعر لولو؛ نو له دې نوښت به خالي نه وي. زه یې د نمونې په توګه یو دوه بیتونه را اخلم.
د زمانې د ګڼو سترګو د وس کار به نه ؤ
کني نارې دې ما په سترګو اورېدلې کنه
***
ستا د بنکړو شرنګه رادرومي عجیبه لذت دی
زه په غوږو ستا د څنګلو خوشبویي بویؤم
د هاشمي په شعر کې د کلاسیکې دورې رنګ:
پخوا صنعت د شعر د ښکلا او معیار توکی ګڼل کېده؛ ځکه خو به نو د هغه وخت شاعرانو په قصدي توګه صنعتکاري کوله. په اوس کې دې فکر بدلون کړی او شاعر یوازې په شعر کې شعریت پالي. که په غیر ارادي توګه شاعر په خپل کلام کې کوم صنعت کاروي؛ نو بې له شکه چې موږ یې له لفظي او معنوي ارزښته خالي نه شو ګڼلی.
که د اوسنۍ زمانې شاعر په خپل شعر کې بېلابېل صنعتونه ولري؛ نو موږ دا دعوه کولی شو، چې شاعر د خپل تخیل په کاسه کې د کلاسیکې دورې رنګ ګډ کړی دی، چې له همدې ډلې یو هاشمي هم دی.
د نمونې په ډؤل د ده یو څو بیتونه:
خانده، خانده، خانده په خندا کې دې خوندونه دي
مه ځه! مه ځه! مه ځه! ستا په نشتون کې غمونه دي
خوندکا، خوندکا، خوندکا چې ته خاندې زه دې ګورم
ما په هره سا کې د دې کړې ارمانونه دي
په پورته بیتونو کې تکرارحسن صنعت راړول شوی. تکرارحسن هغه صنعت ته وایي چې شاعر په خپل کلام کې کومه کلمه د تدریج، تاکید، ډېروالي یا داسې نورو اغراضو له امله تکرار کړي.
ستا د وروستۍ مخه ښې درد و په لړزان ولاړ وم
خــــــپلو شــــــــهیدو ارمانونو ته حیران ولاو وم
اســانه نه وه ،چې د زړه دونیا دې ورانه کړمـــــه
خــو د رواج په ځنــــځیرونو بنــــدیوان ولاړ وم
درد او د زړه وینې خوراک مې نتیـجه پاتې شوه
بس تشــــــو لارو ته په لــــورې د جانان ولاړ وم
په پورته بیتونو کې توشیح صنعت راغلی. توشیح هغه صنعت ته ویل کېږي، چې د شعر د بیتونو یا مسرو لومړي توري سره یو ځای شي، له هغه څخه نوم، مسره، بیت، یا کومه جمله جوړه شي.
که په پورته بیتونو کې د مسرو لومړي توري سره یو ځای کړو نو د ( ساد) کلمه ترې جوړېږي، چې شاعر دلته د خپل ملګري نوم راوړی.
کله چې زموږ عقیدوي خرتوب ته وګورې
یاد دې شي د طبس د فرغونیانو تماشې پیره!؟
په پورته بیت کې تلمیح صنعت شته.
تلمیح هغه صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې یوې مشهورې کیسې یا پېښې ته اشاره وکړي.
طبس په مصر کې یو لوی ښار دی. له میلاد څخه تقریباً دیارلس سوه پنځوس کاله وړاندې هغه وخت چې د امون په نوم یو غیر حقیقي خدای ته خلکو ډېر خرابې عقیدې لرلې، مثلاً کله چې به ولس د کومې موضوع د حل غوښتنه کوله مذهبي مشرانو به ویل چې دا د امون خدای خوښه ده؛ نو د وخت جاهل قوم به دا هر څه په پټو سترګو منل.
شاعر په بیت کې زموږ د ځینو خلکو عقاید د جعلي پیرانو په حق کې د طبس د خلکو له عقیدوي خرتوب سره تشبیه کړې دي.
د شاعر محبوبه بختوره وي؛ که شاعر مړ هم شي خو د معشوقې نوم یې تر ابده ژوندی پاتې کېږي. یا که لنډ ووایو: د شاعر معشوقه نه مري.
هاشمي خپلې معشوقې ته داسې ناز ورکړی:
ستا د دیدن په اوبه رنګه اور خړوب ؤ ځکه
د زړه ګلاب به مې تازه غوټۍ سپاړلې کنه
***
ستا حسن ته کتو په ځان کې دومره یمه غرق
د ګوتې په بندونو دې مرۍ حسابؤمه
***
ولې دې په ځان دومره میین کړمه؟
تاته مې په تا باندې درکم دی نیت
***
زرغون زما د ذهن کرونده کې دی لالی
ساتلی مې د زړه په جزیره کې دی لالی
ایمان مې سلامت کړې، څه کافر مزاحمت دی
راغلی زما خیال ته په لمانځه کې دی لالی
***
ته که نه وې، نه دې وې ستا یاد زما تر څنګ دی
ستا غم مې اولاد غوندې په غېږ کې لوبولی دی
مشران وایي چې کلیوال خلک مینه ناک او مېلماپاله وي. اړیکه یې د مینې په تار پېیلې وي؛ خو ښاري خلک بیا برعکس وي. شاعر په خپل بریالي هنر دا خبره داسې شاعرانه کړې:
ځان ته پکې ګورم؛ خو ځان نه وینم
ښار کې مې ړنده هنداره واخېسته
بدبختنه په پښتنه خاوره هر را لوی شوی زلمی او پېغله د پښتو د یو نه یو رواج ښکار شوي. په پښتنو کې پخوا ډېر بد رواجونه تېر شوي او ځینې یې لا هم شته. بد او ناوړه رواجونه د ټولنې په پرمختګ سره ورو، ورو شاته پاتې کېږي؛ خو په دې مزل کې ډېری ځوانان او پېغلې هم له تېغه تېروي.
هاشمي هم له همدې خبرې ځای ځای سر ټکولی او برېښي داسې چې دا زلمی هم د یو بد رواج قرباني شوی، یا یې هم د خپل ژوند تجربې له موږ سره شریکې کړې.
دی وایي:
د وخت رواجه تر دې حده دې غلام پاتې شوم
رښتیني ژوند کې مې فلمي اداکاري کړې ده
***
ما د پښتو د رواجونو جبر مخې ته کړو
لیوني زړه مې دا خبرې نه منلې کنه!
***
میینېدل، کوژده، ولور او په سفر کې مړینه
بس د پښتون ژڼي داستان په دې څو ټکو کې دی
***
ځوان مړ دی په کور یې نالېدلې ناوې ناسته
کال تېر شو چینجو یې د واده پلنګ وهلی دی
په وروستي بیت که یو څو خبرې کوو نو هغه به دا وي چې په پښتني ټولنه کې کوژده کول لکه لاټري اخېستل داسې دي، چې څه پکې ووتل همغه دې په نصیب دي. یو ځوان خپل د ژوند شریک ملګرې له واده وړاندې نشي لېدلی ځکه خو شاعر د نالېدلې ناوې ترکیب راوړی.
دوهم دا چې په کومه کورنۍ کې چې کوم زلمي ته کومه پېغله په نکاح شوه، که هغه زلمی یعنې د نجلۍ خاوند مري هم پېغله د همدې کور ده، په بله کورنۍ کې د ژوند ملګری نشي ټاکلی، بن به قبلوي، کوچني لېور ته به کېني، تر څو رالوی شي او ورسره نوی ژوند پیل کړي.
لیونی
هغه کلمه چې هاشمي نېږدې په هر غزل کې له خپل نوم/ تخلص وروسته راوړې؛ خو دا تکرار دومره په کمال شوی چې هر ځل پکې نوې ښکاري، یعنې هر ځل ورته شاعر نوې جامې کړې.
ستا د لاس بنګړی دی، هاشمي دی، لیونی دی نو
چا وې چې خراب د لیونیو نصیبونه دي
***
لیونتوبه هاشمي لیونی واوره
ته یې خوښ یې د ځوانۍ له شوره جوړه
***
اې د ملنګې پاچاهۍ په خوند به هلته پوه شي
که هاشمي شي، لیونی شي یا ملنګ شي سړی
د شاعر وعظ او نصیحت د نورو ناصحانو په پرتله اغېزمن وي؛ ځکه د شاعر ترخه خبره هم په ګبینو لړلې وي. د زړه غوږونه یې د اورېدلو لپاره لیواله وي.
د هاشمي څو پندونه لولو:
خانه پام چې خوی دې هغه پخوانی وي
خېر که نن سبا دې تاج او تخت بدل دی
یه په سپین لباس مغروره کفن یاد کړه!
رنګ یې سپین دی، فقط لږ یې رخت بدل دی
***
لږ سړی مینه زده کړي، لږ د چا د ژوند ښکلا شي
یا جوړ رانجه شي سړی، یا چېرته اترنګ شي سړی
د شاعر څو میراتې هیلې:
کاش چې وجودونو مو بڼکې کړې وای
لاړ وای الوتنه مو له ځمکې کړې وای
کاش تا مې لوستلې دا بیمارې سترګې وای
ما به په یو لاس درته چکچکې کړې وای
زه یې میړه کړی وای په ټوکو ټوکو ستا
کلی وای او مونږ پکې نانځکې کړې وای
د افغانانو د یووالي او د وطن د ابادۍ خوب:
سر مې ستا په زنــــــګنو وای
کاش دا خوب د رښتیاګو وای
نـــــفرتــونه مو ټـول ورک وای
محبت په ټوکــــــــیدو وای
کاش چې بیا مو شیدې څښلي
د یوې مور له سیـــــــــنو وای
د وطن دښــــــــتې زرغـــــونې
د امو سینـــد په اوبـــــو وای
په میوند کې شور د پېغـــــــلو
پاني پت کې د زلمـــــــــو وای
چې ملي سرود چــالان وای
زوږ زمږنږ د الله هـــــو وای
وږم خور په هره لــــــــــورې
د لالا ګل د خــــــوشــبو وای
سپین ټیکری د شرعیـــت مو
خور د پېغلو پـــــه اوږو وای
ما دې سره او سپین تاوان وای
چې ګټلې مې پــــښـــــتو وای
نه خبــــــرې د بــــــــــیرغ وای
نه د نورو انـــــــدیښنــــــو وای
ورورګـــــلوي حاکــــــــــمه شوې
د وطن په پـــــرګنــــــــــــو وای
یو مو دین یو مـــــو ایمــــان دی
خو چې دا مو له ذهنـــــــــو وای
شاه غـــازي مــــــو امام شــــوی
د یووالي د لمـــــونځـــــــو وای
بیا مـــــوراج په ډیلـــــــــي کړی
بیا مغل په تـــــــــــښتیدو وای
احـــــــــــمدشاه را ولاړ شـــوی
کنـــــــدهار کې په جـــذبو وای
لوی افــــــــــــغان ملت لیکلی
د پنجـــــــــــاب په منارو وای
د وطن په سرحـــــــــــــدونو
شور د تلو نه د راتـــــــلو وای
نړیـــــوال و مـــــــزدورۍ ته
ټول راغلـــــــي په ویزو وای
چې افغان ملــــت یو موټی
د یووالي په پــــــنجو وای
کاش دا خوب د رښتیاګو وای
کاش د شاعر دا خوب رښتیا شي، نفرت له دې چم کډه وکړي، په دې خاوره د مینې ګلان رازرغونه شي، ورور د ورور په اوږو لاس واچوي، نه دا چې یو بل ته چاړه او غوښه شي، کاش نور څوک له شيرینې خاورې جلا وطن نشي، ټول یو ځای د هېواد ابادۍ ته مټې راونغاړي، د نورو هېوادونو خلک مزدورۍ ته په ویزو راشي، وطنوال د یو بیرغ لاندې یو موټی ژوند وکړي، دا خوب دې رښتیا شي.
دا لیونی شاعر لکه د کوهي کاف د غره په لمنه کې د رڼو اوبو چینه، چې د ادب د تږیو لارویو تنده ماتوي
دا چینه دې نه وچېږي او ډاکټر صیب هاشمي دې تل همداسې د وطن د ناروغو بچیانو جسمي او روحي طبیب شي.
په همدې هیله