د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ډېری ماشومان په لوږه ښوونځي ته ځي.

 

دخوړو نړیوال پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
وايي، ډېری افغان ماشومان په لوږه ښوونځي ته ځي او په وینا یې، هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ زره شاګردانو ته چې نیمایي یې جېنکۍ دي، د ډېرې انرجۍ والا ځانګړي بسکېټونه ویشي.
یاد بنسټ زیاتوي، که مرستندویه هېوادونه او نړېوالې ادارې دوی ته نور فنډ/پیسې ورنکړي، نو یوه میاشت وروسته به ونه شي کولی چې له خلکو سره مرستې وکړي

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About شور نیوز

Avatar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *