د عاقله اسد غزل

نه پوهېږمه چې ستاسې رواج څه دی ؟
ما راوړی په تحفه کې درته زړه دی

د دنيا خلک تدبير باندې روان دي
مونږ تر اوسه تعويز ايښی پاس په وره دی

د دنيا حساب کتاب يې پکې وکړ
يو سړی ولاړ الله ته په لمانځه دی

ژوندون ښه دی، دومره ښه دی چې بد نه دی
لکه زه چې څنګه غواړم داسې نه دی

تور مې خال په ګلابي اننګي داسې
تور بورا د ګل په غېږه کې ويده دی

يوسف مخيه! څه رشته خو دې ضرور شته
لمر دې څه کيږي؟ هلکه ګل دې څه دی؟

ورشو ګانې د ښه ژوند پکې را شنې شوې
د خيال باغ دې عاقلې په عشق اوبه دی

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز خبریال دی، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه بېلابېل راپورونه چمتو کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *