نور بس دی، ډېر مو وکړل نفرتونه ایماندارو
راځئ په یو بل وشیندو ګلونه ایماندارو
ښه نه ده؟ چې د یو بل په زړګي کې ځای پیدا کړو
ښه نه ده؟ چې تازه کړو ایمانونه ایماندارو.
مکتب خو د رڼا او مقدسې مینې ځای دی
او تاسې اچوئ ورته قلفونه ایماندارو
د جنګ تورې بلا خو له وطنه کډه وکړه
ګنډل غواړي اوس دغه پرهرونه ایماندارو.
په خدای او په رسول او په قرآن زمونږ ایمان دی.
نور مه اخلئ! زموږ امتحانونه ایماندارو
جنت جنت وطن کې په نهره خېټه ګرځو
په ځان باندې پخپله کړو ظلمونه ایماندارو
اسیره! د لوستلو، درک کولو هیڅ څوک نشته
په سترګو کې مو سل رنګه سوالونه ایماندارو!
***
Aseer Mushwani