د افریقايي هېواد مالاوي ولسمشر لازارس چاکویرا خبر ورکړی، چې د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما لېږدونکې الوتکه چې پرون دوشنبې نادرکه شوې وه، پیدا او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
دغې الوتکه کې د مرستیال ولسمشر او د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په ګډون لس کسان سپاره و، چې پرون له رادار څخه بهر او نادرکه شوه.
ولسمشر خبري کنفرانس ته ویلي، چې الوتکې د خرابې هوا له امله په چکنګوا ځنګل کې سقوط کړی دی.
تېره میاشت د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي چورلکې هم د ختیځ اذربایجان ارسباران ځنګلونو کې سقوط کړی و چې له امله یې د دغه هېواد د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون ۸ تنه مړه شوي وو.
***