‏د هند کرېکټ غوره لیګ سياليو مهال وېش اعلان شو

د هند کرېکټ بورډ ملي ادارې (BCCI) د دغه هېواد د کرېکټ غوره ليګ IPL) راتلونکي پړاو سياليو مهال وېش اعلان کړ.
د ۲۰۲۵ هند کرېکټ غوره ليګ سيالۍ به د لس لوبډلو تر منځ په کلکته کې د روان ۲۰۲۴ م کال د مارچ مياشتې پر ۲۱مه نېټه پېل او مۍ تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.
د معلوماتو له مخې، لومړنۍ لوبه به د چينای سوپر کېنګز او رويال چلېنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ وشي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو تېر پړاو اتلولي (کلکته کې نايټ رايډرس) لوبډلې ګټلې وه.
سږ کال به په (IPL) کې ۷ افغان لوبغاړي راشد خان، نور احمد، الله محمد غضنفر، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي او کريم جنت د بېلابېلو لوبډلو له خوا ولوبیږي.
***

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *