د افغانستان پخوانی لوبډلمشر او روزونکي ریس احمدزي د یو شمېر هغو پاکستاني لوبغاړو او مبصرینو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې کله افغان لوبډله کمزوري بولي او کله پرې د روزنې درانه احسانونه باروي.
هغه ویلي، “پاکستان دې لومړی خپلو لوبغاړو ته کرکټ ورزده کړي او په وینا یې، په چا کې چې خپله وړتیا نه وي، بل ته به څه وروښيي”
نوموړی زیاتوي، “په لوبغاړو کې یواځې محمدنبي او ګلبدین پېښور کې تمرینات ترسره کړي، نور ۸۰سلنه لوبغاړي زموږ تولید دی، خپله مو روزلي او اکثره د ۱۹کلنو نړیوال جام کې لوبیدلي.
د نوموړي په وینا، کوزه پښتونخوا کې به چې کله هم د کرکټ کوم ټورنمنټ ترسره کېده، افغان لوبغاړو ته اجازه نه ورکول کېده چې پکې ولوبیږي
***