د غزې د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې د غزې د محاصرې له پیله تر دې دمه د لوږې له امله لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو چې زیات شمېر یې ماشومان دي، ژوند بایللی دی.
له دې وړاندې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي و، چې په غزه تړانګه کې له تېروو دوو میاشتو راهیسې د اسرایلي ځواکونو له لوري د بشري مرستو لېږدوونکې پینځه زره موټر درول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې کمېټې هم خبرداری ورکړ، چې غزه تړانګه کې بشري مرستې له ناورین او سقوط سره مخ دي.
***