غزل
یم له کلي نه وتلی تور ماښام دی
لګیدلی پر ما بیا د چا الزام دی
اوس د ښار او د بیدیا توپیر ورک شوی
په صحرا کې هم، ساقی خاندي هم جام دی
د لرغونی زمانې د بت په شان ده
روان کړی یې په ځان پسې امام دی
تل یې وې چې سترمنې یې سندرې
نن یې ګورئ پرې ګډ کړی یې لیلام دی
بې ولچکو بې ځنځیره یو. تړلي
حاکم شوی ستا د دوو سترګو نظام دی
نور مو څه پوښتې چې څنګه یو انګاره
بس د ګوډې پښې ماله کوو ناکام دی
زاهد شاه انګار