زیاتره پېغلې او ځوانان وینم، چې د یوې کوچنۍ ستونزې سره د مخ کېدو له امله ډېر مایوسه وي او ځان ورته بې وسه ښکاري. زه دوی ته وایم چې ستونزې، سخت وختونه او تکلیفونه د ژوند سره مل دي، که ورسره مخ شئ، باید په وړاندې یې مبارزه وکړئ او په ځان کنټرول ولرئ، نه دا چې ماتې ومنئ.
د اډمیر فارګوټ څخه پوښتنه وشوه، چې کله دې ماته منلې ده؟ هغه ورته وویل، یو څوک چې د جګړې وړاندې ماته ومني، دا په دې معنی چې ۵۰ فیصده جګړه یي وبایلله، په همدې اساس باید هېڅکله دا فکر ونه کړئ، چې تاسې مات شوئ.
د ځان تشویق په بریالیتوب کې ۵۰ فیصده رول لري، که مونږ ووایو چې “زه یي نه شم کولی” بیا هېڅکله مونږ بریا نه شو ترلاسه کولی، ځکه د “نه شم کولی” ویلو سره همدغه شروع کې یي بایلو او که ووایو چې “زه یي کولی شم” یعنې مونږ د بریا ترلاسه کولو ته چمتو شو، بیا همدا چمتو والی ۵۰ فیصده بریا ده، په خپل ذهن کې د منفي افکارو پر ځای مثبت افکار وروزئ او تل د ځان په اړه مثبت فکر وکړئ.
هر څه باید منظم ترسره کړئ؛ د ستونزې مثال په یوه کوټه کې بند پاتې کېدل دي، لکه څنګه چې د یوې کوټې څلور دېوالونو منځ کې یوه دروازه وي، همدا شان هره ستونزه یوه حل لار هم لري؛ مونږ باید منظم مخکې ولاړشو، د کوټې څخه وتلو لپاره باید دروازه ماته نه شي، بلکې همدغه دروازه یو کوچنی قلف لري، چې په یوه کوچنۍ کیلي خلاصېږي، باید د قلف لپاره کیلي پیدا او قلف پرې خلاص شي بیا د کوټې ووځو، همداسې د هرې ستونزې څخه د خلاصون لپاره په ارامو دماغو فکر وکړئ او منظمه حل لار ورته پیداکړئ، نه دا چې په ځان بوج راوړئ او په تېزۍ کې غلطې پرېکړې وکړئ.
ډېر خلک تاته وايي، چې دا کار ناممکن دی او ته یې نه شې کولی، خو د خلکو خبرو ته د غوږ نیولو پر ځای په خپل رب باور ولره او هغه کار ترسره کړه؛ مونږ ټول په دې پوهېږو، چې چاقو غوښه غوڅوي، خو اسماعیل علیه السلام یې غوڅ نه کړ او همدارنګه اوبه انسان ډوبوي خو موسی علیه السلام ترې سره د یارانو وژغورل شو؛ هر وخت په خپل رب باور ولره او کارونه دې ترسره کړه.
اوس یوه اوږده ساه واخله، پورته وګوره او د خپلو هیلو لپاره دې کار وکړه!
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که بهار راباندې راشي که خزان وي
لیکواله: عالیه عزیز