د سعودي عربستان د مخابراتو د تنظیم ادارې مشر محمد التمیمي ویلي چې، د مکې او مدینې اړوند سپېڅلو ځایونو کې یې په ۱۰زره او ۵۰۰ مقامونو کې د حاجیانو لپاره د وړیا انټرنیټ وایفايي سیستم چمتو کړی.
هغه زیاته کړې، مکه کې د متوسط ډاونلوډ سرعت په هره ثانیه کې ۲۵۵ میګا بایټ خو په مدینه کې بیا ۲۹۲ میګابایټ دی چې په وینا یې، سږکال د 5G په رسولو او پوښښ کې ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی.