نو چاته دې ساتلې ده خولګۍ بلاوهلې

نه زور مني نه عذر نه زارۍ بلا وهلـې
نو چاته دې ساتلې ده خولګۍ بلاوهلې

ته دا د غلا مزل ګوره او دا سپینې جامې
دا څومره ژر راوخته سپوږمۍ بلاوهلې

ډیر وخت وشو چې نه ښکاري بیخي ده نادرکه
بیخي ده رانه ورکه مکتبــۍ بلا وهلې

ښایسته نازکې ګوتې دې قلم سره جوړیږي
اوښان دې درنه پاتې شي کوچۍ بلا وهلې

کتاب مې د لیلا او دمجنون ورته تمام کړ
خو بیاهم پوهه نشوه په یارۍ بلا وهلي

جانانه چې یا موږ پورې دا نوم د ملا نه واي
یا داده خلقي لور نه وای خلقۍ بلاوهلې.

جانان خدرخیل

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *