غزل
خالي مه ځه له کلنګه مسلمانه
بېرته راشه وه ملنګه مسلمانه
چې کافر ګومان مې ولویږي سجدې ته
غږېږه راکه ړنګه بنګه مسلمانه
چېرته ورک يې د لالي ساه دې درخيږي
يه د مستو بنګړو شرنګه مسلمانه
نام د ستړي او مزدور لالي در بد دی
مزې تا وکړې لونګه مسلمانه
د درخو خالي پالنګه مسلمانه
د ادم د رباب ترنګه مسلمانه؟
دی ثواب دا جنتي حورې رضا که
يه د سپینې پګړۍ دنګه مسلمانه
د جينۍ درپسې تبه ده پراته ده
د ښوونځي د ټالۍ ټنګه مسلمانه
بس دی مینه رانه مه وژنه مئين يم
نور دې نه غواړمه جنګه مسلمانه
پکې وکره د مينې خواږه توري
زړه دې نرم که دل سنګه مسلمانه
درده ښې راباندې ګډې وډې وکړه
ښه نشه مې کړه بې بنګه مسلمانه
فکر يو کړه په اخلاص سره زړه راکه
زړه مې ولې خورې دوه رنګه! مسلمانه
ما خو سر د ژوند کیدو لپاره ټیټ کړ
ما په څه بولې بې ننګه! مسلمانه
يه روښانه ليونیه ليونيه ليونيه
سينه ولې ساتې تنګه مسلمانه
سبیل روښان