چې زړونه سره یو شي

لیکنه:  فرید قربان
د ویښو او با شعوره  ټولنو خلک  په شریکه روحیه د ورپېښو بدمرغیو پر وړاندې دریږي. دوی چې د خپلې ټولنې ځینې ځپلي خلک ویني، دستي د همکارۍ او مهربانۍ لاس ور غځوي. د داسې ټولنو وګړي د فردي خوښیو پرځای په ټولنیزه هوساینه باور لري. هر کس راغلې بدمرغي داسې حس کوي لکه څنګه چې هلته نور ځپلي خلک ترې رنځ وړي.
دا رښتیا هم سخته ده چې د یوې ټولنې خلک د جنګ یا کوم بل ناورین سره مخ وي، خو دا به لا ډېره لویه بدبختي وي که د همدې ټولنې وګړي په سخته کې هم د یو د بل لپاره بې حسه پاتې شي او خېر سره و نۀ رسوي.
شېبه وړاندې مې د تلیګرام په یو چینل کې د یو ایراني کس (رحیم قمیشي) یاداښت ډوله څو کرښې ولوستې او پدې هیله مې را وژباړلې چې ګوندې زموږ په ټولنه کې هم په سختو شېبو کې یو لۀ بل سره د همکارۍ او لاسنیوي روحیه تر ممکنه حده لا ډېره او رواج شي.
………
چې زړونه سره یو شي
ذبیحي صاحب زما لپاره یوازې یو زوړ مېوه‌ پلورونکی و. پوهیدم چې مهربان او زړه سوانده انسان دی.
کله چې مېوې ګرانې شوې، لکه د نورو ټولو په څېر دی هم خفه او ملامت ښکاریده.
ګیلاس ولې په ۲۴۰ زره تومانو شول؟
ولې زردآلو په ۱۲۰ زره؟
ده ډېرې کمې خبرې کولې، ښایي نه پوهیده څه ووایي، زموږ زهرجنې خبرې به یې اورېدې، خو بېوسه وُ.
پرون چې د مېوې اخیستو لپاره لاړم، دوه کسان لا لۀ ما مخکې ولاړ وو.
ذبیحي لګیا وُ، ډېر تیز کار یې کاوه؛ څو خلک زیات انتظار ونۀ کړي.
اول کس وویل چې د سپه بانکي کارت راسره دی، خو اوس بند شوی.
ذبیحي په ویاړ سره ورته وویل:  “مهرباني وکړه”.
پدې مانا چې اوس پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.
ده آن د مشتري پیسې هم لۀ ځان سره یاداښت نکړې.
ښکاریده چې دوهم کس هم ورته ستونزه درلوده.
هغه ته یې هم وویل: “مهرباني وکړه”.
زر زما وار شو، ورته ومې وویل: ذبیحي صاحب زما کارت هم کار نۀ کاوه، نو د مېرمنې کارت مې راوړی.
د حساب په کولو یې هیڅ ټینګار نۀ کاوه؛ خو ما په زور پیسې ورکړې.
مخکې ذبیحي ماته یو ښۀ انسان و؛ خو اوس راته یو اتل ښکاریده. ددې پرځای چې خپل عاید ته پام وکړي، دده ټول پام خپلو خلکو ته وُ.
هغه پوهیده چې پدې سخت حالت کې ټول خلک تنګ او په ستونزو کې دي.
یو ملګري راته ویل چې لۀ پل سره نېږدې یو کس په تخته لیکلي: “گرانو میلمانو موږ د ارام، خوراک او حمام لپاره ستاسو په خدمت کې یو!“.
که څه هم لۀ تهرانه د اکثره ناخوښه راغلو خلکو حالت ښه دی، خو دلته ترې څوک پیسې نۀ اخلي.
یو ځای د ډوډۍ اخیستو ته لاړم.
هلته یوه ښځه چې مسافره ښکاریده، نغدې پیسې ورسره وې.
ډوډۍ پلورونکې چې هغه هم ښځه وه، ورته وویل چې پیسو ته اړتیا نشته، درسره ویې ساته پکار به دې شي، که دې غوښتل بل وخت یې هم راکولی شې.
څومره مینه!
سره لۀ لدې چې زه لۀ جنګ سخته کرکه لرم، خو پدې حالت کې چې د خلکو یو لۀ بل سره مهرباني او همکاري وینم؛ نو خوند ترې اخلم.
موږ څومره ښه خلک لرو!
دوی د جنګ مستحق نه دي.

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *