یوه چینایي شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

‏د چین دونګ فینګ اډي موټرز شرکت استازي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین مولوي احمدالله زاهد سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې د موټرو د تولید برخه کې د ۵۰میلیونه ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې یاد شرکت پلان لري، په څلورو پړاوونو کې د درې نیمو
‏کلونو په ترڅ کې دغه پانګونه ترسره او په کال کې د ۲۰۰۰ موټرو د تولید ظرفیت رامنځته کړي.
د یاد شرکت استازي ویلي، چې د دې پانګونې له لارې به له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او موټر به د قسطونو په بڼه هم پلورل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکت غواړي افغانستان بسونه، امبولانسونه، تېز رفتاره او باروړنکي موټرونه تولید کړي او آن په قسطونو یې افغانانو ته ورکړي.
مولوي زاهد د دغې پانګونې هر کلی کړی او افغانستان یې د خوندي او ګټورې پانګونې لپاره مناسب ځای بللی دی

   

.دلته راسره یو ځای شئ

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *