د شعر نازکې اوږې او د شاعر زيږه توري
لیکنه: سهار ګوهر
د هر چا خپل برداشت او تجربه وي، خو د شعر په اړه زما برداشت داسې دی چې شعر په عموم کې او بیا په ځانګړي ډول غزل ډېر پاک نازک روح او جسم لري، د شعر نازکي او ښایست دا ایجابوي چې شاعر ورسره ډېر نرم او عاطفي چلند وکړي، داسې څه پکې ياد نه کړي چې د شعر له روح او تن سره په ټکر کې وي. زه د هر شاعر شعر ته په همدې نظر ګورم، خو د چا په شعر کې چې له دې ذکر شوي تعريف سره ټکر یو شی راشی؛ نو ذوق مې خراب او شعر په هماغه ځای رانه پاتې شي.
په شعر کې دومره دقت په کار دی چې نامانوس توري، جملې او نومونه هم باید پکې ذکر نه شي، ځکه د شعر اصلي ښایسته څېره خرابوي.
څو ورځې وړاندې د ځوان شاعر ستوري عبدالرحیمزي يو شعر مخې ته راغی، پیل یې ډېر ښه په ادبي انداز کې شوی و:
له نظره دې خطر راته راگوري
واه! له موجه سمندر راته راگوري
څو شېبو ته لکه بُت غلى ولاړ وم
ځان را غږ کړل چې اذر راته راگوري
او نور هم ډېر ښایسته بیتونه وو، خو نا څاپي یې زاهد ته غوسه راغلې وه او داسې یې ورته فرمایلي وو:
میمذهبو! که کوثر خدای را نصيب کړ
دا زاهد به لکه خر راته راګوري…
د رباطي صاحب خبره، په ټول شعر یې سوال راته پیدا سو، له شعر غوندې ظریف او نازک څه سره د خره يادول څومره بېخوندي زېږوي؟
هغه بله ورځ قيس هاشمي صاب هم ډېر ښه غزل لیکلی و، مطلع یې ډېره طبیعي وه:
ستا د دعاء په برکت ښه دی
شکر دی اوس زما صحت ښه دی
خو په ورپسې بيت کې یې کار خراب کړی و:
اودس پر لارې وچول ښه نه دي
جومات ته لاړ شه عبادت ښه دی…
د لارې اودسماتی داسې انځور دی چې هر څوک یې واوري دستي یې ذهن ته د یو چا هغه صحنه ورځي چې له تشو… را جګ شي او په یوه لاس کې یې ګنډه نیولې وي، په بل لاس اودس وچوي؛ نو داسې څه به څنګه د شعر ښایست ته بدرنګي نه اړوي؟
بله خبره دا ده چې د شعر بل نوم ادب دی، د ادب تقاضا دا ده چې ادب پکې رعایت شي. که څوک ځان ښه شاعر ثابتول غواړي هغه باید دغو ټکو ته متوجې وي، پکتیاوالو هم نن سبا يوه مبالغه دا پیل کړې چې يو ځوانکي شاعر ورور نصرت منګل ته یې «وړوکی کاروان» لقب ورکړی دی، ښه شاعري کوي، خو يو څوک چې د کاروان صاحب غوندې کلونه رياضت و نه کړي، دومره ژر داسې مقام ته رسېدل او رسول یې ناشوني دي. کېدی شي نصرت ورور به هم د پکتیاوالو د باټ له امله په شعر کې ځینو خامیو ته متوجې نه وي، زه به دا بې ادبي وکړم چې يو ځای یې یاد کړم؛ د مولانا بسمل صاحب په ننګه یې یو چا ته په شعر کې ځواب ویلی و، د پېغورونو تر څنګ یې يو ځای هغه شاعر ښکنځلی او د کوکري خطاب یې ورته کړی و، دا هم د ادب او شعر له اصلیت سره بېخي په ټکر کې عمل دی. افغانان او بیا پښتانه له اسلام پرته هم په خپل کلتور کې د دوستۍ او دښمنۍ اصول لري، په دواړو حالتونو کې له دوست او دښمن سره د شرافت اصل باید له پامه و نه غورځوي، په شعر کې خو نو دی ادب ادب، هيڅکله باید ترې خالي نه شي.
دومره څه مې چې وویل توکل په خدای دا به هم ووایم لکه په اول سر کې مې چې وویل چې شعر ډېر نازک مخلوق دی، غیرمانوس څه پکې بې خوندي پیدا کوي؛ نو د شاعرانو له نومونو سره ځينې قومي نومونه لکه منګل، ځدراڼ وردګ او… هم په شعر کې هیڅ خوند نه کوي، تاسې یې تجربه کړئ ښه ښايسته غزل به پیل شوی وي خو چې په اخېر کې د شاعر له نامه سره داسې قومي نوم راشي چې د شعر له اصلیت سره په ټکر کې وي؛ نو ته به وایې چې په په مازدیګر کې ماسپښین شو.
په اخېر کې به د جانان خدرخېل صاحب په یوه ټوکه خبره را ټوله کړم، یو ټولګیوال کیسه راته کوله چې موږ په یوه شعري بانډار کې ناست وو، خدرخېل صاحب ښايسته غزل پیل کړی و، خو یو ځای یې په یو بیت کې رقیب ته غوسه راغلې وه، ورته ویلي یې وو چې:
ته به ولاړ یې او په پوزه کې به ګوتې وهې
رقیبه ما به اچولي وي په یار لاسونه
یو بل شاعر ورته وویل چې خدرخېل صاحب ډېر ښایسته غزل و، خو دا د رقیب په پوزه کې ګوتې وهل د شعر خوند خراب کړ، یو خو څوک د غم له لاسه په پزه کې ګوتې نه وهي، بلکې د بې غمۍ له امله یې وهي، بل شعر بې خونده کوي؛ که دا ځای بدل کړې نور به هم ښه شي، خو خدرخېل صاحب قانع نه شو، دلایل یې ویل چې دا خبره سمه نه ده، په پزه کې ګوته وهل د غم او خفګان له امله وي، خو ناستو کسانو ته هم د ده دلایل قناعت بخشه نه وو، اخېر یو بل ملګري ور غږ کړ چې خیر دی موږ به دا ومنو چې ستا رقيب نو همداسې شی و چې غمجن به شو په پزه کې به یې ګوتې وهلې.