د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي، “له تېرو دوو کلونو راهیسې په لومړي ځل راشد خان له بنګله دېش سره په لوبه کې په غوسه بېټ وار کړی چې د لومړۍ کچې سرغړونه ده او ګرم بلل کیږي.”
د اته غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې له بنګلدېش سره د سیالۍ پرمهال راشد خان هغه وخت خپل بېټ په غوسه وغورځاوه چې کریم جنت له ویکټو څخه د دوهمې منډې لپاره هڅه ونکړه او پخپل ځای ولاړ پاتې شو.
د لومړۍ کچې سرغړونې په صورت کې له لوبغاړي څخه د لوبې نیمې پیسې ګرځول کیږي.
***
shoormedia.com