خبرونه او راپورونه

‏ملګري ملتونه: تېرو لسو کلونو کې د ۵زره افغانانو په ګډون ۷۲ زره کډوال مړه یا تري تم شوي.

ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې د تازه راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو تر ۷۲ زرو ډېر کسان مړه او یا تري تم شوي دي، چې له دې ډلې پنځه …

نور وګورئ

‏جلال‌آباد ښار کې د دويم حلقوي سړک د جوړېدو چارې پيل کيږي.

د ننګرهار رسنیو دفتر لیکلي چې، د جلال‌آباد ښاروال قاري بلال د یو شمېر مسئولینو او تخنیکي ټیم په ملتيا د دویم حلقوي سړک د چارو د پیل په موخه، د سړک پر مسیر موجود کورونه او نور ملکیتونه وکتل …

نور وګورئ

‏شمالي کوریا او روسیې تائید کړه چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې ورسره د شمالي کوریا عسکر هم ملتیا کوي.

روسیې د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې په کورسک سیمه …

نور وګورئ

‏سعودي او قطر اعلان وکړ چې پر سوریې د نړیوال بانک شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالره پور ادا کوي.

د دواړو هېوادونو له لوري په اعلامیه کې راغلي «د سعودي عربستان او قطر دولت د مالیې وزارتونه په ګډه خپله ژمنتیا اعلانوي چې نړیوال بانک ته د سوریې پاتې شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالره پور تصفیه کړي». د معلوماتو له …

نور وګورئ

‏زېلېنسکي: له غیر مشروط اوربند څخه مخکې، د نیول شویو سیمو په اړه خبرو ته چمتو نه یو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې کریمیا باید په ډیپلوماټیک ډول بېرته دوی ته ورکړل شي. هغه زیاتوي چې، اوکراین بشپړ او غیر مشروط اوربند ته له رسېدو وروسته د خپلو سیمو په اړه خبرو ته چمتو دی. تر …

نور وګورئ

‏بندر عباس کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ او د ټپیانو ۱۱۳۹ ته لوړ شو.

د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې، بندر عباس کې د پرونۍ چاودنې او اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۲۵ او د ټپیانو ۱۱۳۹ ته لوړ شو. هغې ویلي چې اوسمهال اور مهار شوی خو لا هم د تصفیې …

نور وګورئ

‏د خوړو نړیوال پروګرام: ښايي د بودجې د کمښت له کبله افغانستان کې بشرپاله هوايي خدمات وتړل شي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري هوايي خدمتونو د پروازونو بندېدو ګواښ اندېښنې راولاړې کړې دي. د خوړو پروګرام په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو بشري هوايي خدمتونو پروازونه په افغانستان کې ممکن د …

نور وګورئ

کینیا ومنله چې ظاهر قدیر یې امریکا ته سپارلی.

نایروبي ټایمز په یوه راپور کې لیکلي چې، کینیا د تېرې جمعې په ورځ ظاهر قدیر د امریکا یوې محکمې په غوښتنه دغه هېواد ته سپارلی. راپور کې راغلي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پارلمان پر مرستیال ظاهر …

نور وګورئ

‏تر دې وروسته، د مخابراتو شرکت «MTN» په افغانستان کې د «اتُوما» په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د M1 ګروپ مسوولین وایي، چې اتوما به د MTN افغانستان د پانګونې په پراخولو سره، د پرمختللې 4G ټکنالوژۍ او نوې نوښتونو له لارې، د مخابراتو په سکتور کې ستر بدلون راولي.” د ام ټي این ګروپ د افغانستان …

نور وګورئ